دوبئ ائيرشو کښې دبهارتي فضائيې جنګي طياره تيجس تباه شوه

Nov 21, 2025 - 20:55
 0  5
دوبئ ائيرشو کښې  دبهارتي فضائيې جنګي طياره تيجس تباه شوه

هند په نړيواله کچه  دشرمندګۍ سره مخ شوے دے ، دوبۍ ائيرشو کښې ئې جنګي طياره تيجس تباه شوې ده. دبهارتي ميډيا  رپوروټونو ترمخه  دوبۍ ائير شو کښې  بهارتي  فائټر جيټ تيجس راپريوتې اؤ تباه شوې ده. دبهارتي ميډيا رپورټونو  ترمخه  ددوبۍ ائيرشو په اخري ورځ دغرمې په وخت لس منټه دپاسه دوه بجې دډيمو په دوران بهارتي فضائيه  تيجس طياره راپريوتې اؤ تباه شوې ده دوبۍ ائير شو کښې په لوئې شمير کښې خلق په بهرنۍ برخه کښې  دموجودو طيارو نمائش کتلو لپاره  موجود وو، دحادثې وروسته شو په عارضي توګه معطل کړے شوې ده اؤ برخه والو ته مرکزي نمائشي سيمې ته دواپس تللو هدايت شوے دے. دغرمې نمائش په دوران دبهارت دجنګي طيارې راپريوتو په وجه  په برخه والو کښې ويره ترهه خوره شوې ده، په فوري توګه دپائيلټ دمړينې کومه اطلاع نۀ وه ترلاسه شوې، وروسته   په حادثه کښې دپائيلټ دمړينې تصديق هم شوے دے. دبهارتي  جنګي طيارې تيجس نه دتيلو ليک کيدو فوټيج هم وائيرل شوي وو. دتيجس مطلب په هندۍ کښې چمک يا ځلا ده. په بهارت کښې په ملکي کچه ډيزان اؤ تياره کړے شوې دغه يوه جنګي طياره ده چې په ٢٠١٦م کښې په بهارتي فضائيه کښې شامله کړے شوې وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي