شکارپور، په ريلوے ټريک چاؤدنه، څلور مسافر ژوبل
شکارپور کښې په ريلوے ټريک چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې څلور مسافر ژوبل شويدي، دجعفر ايکسپريس ډپې دپاټلۍ نه لاندې غورزيدلي دي، دسيکورټي ذريعو وينا ده چې جعفر ايکسپريس دپېښور نه کوئټې ته روان ؤ، دچاؤدنې لهامله څلور مسافر ژوبل شويدي، دچاؤدنې وروسته سيمې ته دريسکيو ټيمونه روان کړے شويدي، دټرينونو تګ راتګ په عارضي توګه معطل کړے شوے دے. دهماکه هاغه وخت وشوه کله چې جعفرايکسپريس دسلطان کوټ اسټيشن نه تيريدو، ژوبل شوي کسان وروسته هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0