يو اېن اېچ سي ار: په افغانستان کې کډوالو سره کېدونکې نغدي مرستې ځنډولې

Sep 12, 2025 - 15:19
Sep 12, 2025 - 21:55
 0  10
يو اېن اېچ سي ار: په افغانستان کې کډوالو سره کېدونکې نغدي مرستې ځنډولې

کوهاټ ( نعمت الله خان )

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( يو اېن اېچ سي ار ) لخوا ورکيدونکي نغدي مرستې وځنډول شوې۔

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ياد سازمان په خپل يو رسمي بيان کې ويلي، چې مرستې ځنډو لامل په افغانستان کې واکمن د اسلامي امارت په نومې حکومت د هغې پرېکړې له کبله ځنډولې چې د ( يو اېن اېچ سي ار ) په دفترونو کې پر ښځينه کارمنانو بنديز امر شوی۔

ياد سازمان په خپل بيان کې زياتوي، له دغې پرېکړې له کبله په افغانستان د هغو ولايتونو کې يې اوسمهال کډوالو سره نغدي مرسته نه کېږي چېرته کې چې د دوی ښځينه کارمنانو کار کاوه۔

سازمان په ياده پرېکړه خواشيني ښکاره کړې او ويلي دي، په دفترونو کې د ښځينه کارمنانو دندې ځکه اړيني دي چې دوی د کډوالو ښځو کره معلومات راټول کړي او د کډوالو په صفت له پېژندنې وروستي ورسره د سازمان لخوا مرستې ترسره شي۔

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دغه سازمان دا نه دي ويلي، تر کومې مودې پورې به د کډوالو سره د نغدې مرستې لړۍ د ځند ښکار وي خو سازمان په خپل بيان کې ټينګار کړی چې په دفترونو کې د ښځينه کارمنو دندې ډېرې اړينې بولي ځکه دغه کارمنو د پاکستان او ايران څخه راستنېدونکي کډوالو ښځو ته اسانتياوو لپاره کار کاوه۔

د واکمن حکومت د ښځينه کارمنو د بنديز په تړاو څه نه دي ويلي او نه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( يو اېن اېچ سي ار ) د بيان په اړه کوم دريځ ښودلی خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت ( يوناما ) له طالبانو غوښتي دي د دوی په دفترونو کې کار کوونکې ښځينه وو باندې لګول شوی  بنديز پای ورسوي چې دوی وکولای چې په افغانستان خپلې بشري مرستې په ښه ډول اړمنو ته ورسوي۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي