کراچۍ، ټريفکي پېښو کښې درينجرز اهلکار پشمول شپږ مړۀ
دکراچۍ په مختلفو علاقو کښې په ټريفکي پېښو کښې درينجرز اهلکار پشمول شپږ کسان مړۀ شويدي، دتفصيلاتو ترمخه په مين سپرهائي وے نوې سبزي منډۍ سره نزدې تيزرفتاره ګاډي سره دټکر له امله په موټرسائيکل سور دوه ويشت کلن نور محمد ولد محمد عيسي پحق رسيدلے اؤ اوولس کلن نجيب ولدعزيز ژوبل شوے دے، دپوليس وينا ده چې نور محمد دپاکستان رينجرز سندهـ اهلکار ؤ. په راشد منهاس روډ دشاپنګ مال سره نزدې ټريفکي پېښه کښې يو ديرش کلن شهباز ولد لياقت پحق رسيدلے دے، دپوليسو ترمخه مړ شوي دټرک کلينر، دټرک دټائر پنکچر لګولو چې په دې دوران تيزرفتاره ګاډي په ټکر ووهلو، ډرائيور دموقعې نه نيول شوے دے، اخوا ګلشن حديد چوک سره نزدې دټريلر په زد کښې راتللو له امله دوه کسان شل کلن انس ولد جاويد اؤ دوه ويشت کلن معيز ولد سليم پحق رسيدلي دي، دواړه دکراچۍ نه په موټرسائيکلو دخپلو ملګرو سره ټهټهه ته تللي وو په واپسۍ دحادثې ښکار شول اؤ دټريلر دشاتنيو ټائرونو لاندې راغلي دي، پوليسو ټريلر اؤ ډرائيور زاهد خان تاڼې ته منتقل کړيدي. پورټ قاسم سره نزدې تيزرفتاره ګاډي دټکر له امله په موټرسائيکل سور ديرش کلن ارباز ولد يوسف پحق رسيدلے اؤ ارمان ولد حيدر ژوبل شوے دے، په سپر هائي وے زکريا ګوټهـ پل سره نزدې دټکر نه راپريوتو په وجه لس کلن کاشف ولد لال محمد پحق رسيد لے دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0