پاکستان،داګست مياشت کښې ترهه ګرو حملو کښې خطرناک حد پورې اضافه
پاکستان کښې داګست ٢٠٢٥م مياشت کښې ترهه ګرو حملو کښې خطرناک حد پورې اضافه، دجولائي په مقابله کښې دعسکريت خوښو په حملو کښې ٧٤ فيصده اضافه ريکارډ کړے شوې ده د١٤٣ حملو ريکارډ سره اګست يوه لسيزه کښې ترټولو خونړۍ مياشت جوړه شوې ده. دپاکستان انسټي ټيوټ فار کانفليکټ اينډ سيکورټي اسټډيز جاري کړے شوې شميرې ترمخه دشتد په چپه کښې ١٩٤ کسان وژل شوي چې پکښې ٧٣ سيکورټي اهلکار،٦٢ عام وګړي،٥٨ عسکريت خوښي اؤ يو حکومت نوازه دامن کميټۍ غړے شاملدي، په دې دوران ٢٣١ کسان ژوبل شوي هم دي چې پکښې ١٢٩ سيکورټي اهلکار،٩٢ عام وګړي،٨ عسکريت خوښي اؤ دوه دامن کميټۍ غړي شاملدي. عسکريت خوښو داګست په مياشت کښې لس کسان اغوا کړي هم دي. درپورټ ترمخه په دې دوران سيکورټي فورسز پخپلو کارروائيو کښې اضافه کړې ده اؤ سل عسکريت خوښي ئې وژلي اؤ يو ديرش ئې نيولي دي. په دې کارروائيو کښې درې اولسي وګړي اؤ يو سيکورټي اهلکار هم پحق رسيدلے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0