ډي ائي خان، دشپې ناوخته دترهه ګرو لخوا په دوو تاڼو حمله،درې اهلکار شهيدان

Feb 18, 2026 - 14:29
 0  1
ډي ائي خان، دشپې ناوخته دترهه ګرو لخوا په دوو تاڼو حمله،درې اهلکار شهيدان

ډي ائي خان( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کښې  دشپې ناوخته ترهه ګرو په دوه تاڼو ناڅاپي حمله کړې ده چې په نتيجه کښې دپوليس اؤ کسټم اهلکارو پشمول  درې کسان شهيدان شويدي. دپوليس ذريعو  وينا ده چې حمله کوونکو وړومبے بې وسلې اولسي وګړي په نخښه کړي اؤ بيا ئې په پوليسو ډزې شروع کړيدي. داطلاع په ترلاسه کيدو دپوليسو کوئيک رسپانس ټيم موقعې ته رسيدلے اؤ  جوابي کارروائي ئې کړې ده. دپوليسو ترمخه په دوه تاڼو ددهشت ګردو په حمله کښې دپوليس اؤ کسټم دوه اهلکار شهيدان شوي اؤ درې ژوبل شويدي، دهشت ګردو يو اهلکار دځان سره اغوا کړے دے. دشپې ناوخته  په يارک اؤ کسټم تاڼه دهشت ګردو حمله کړې ده، په يارک تاڼه ددهشت ګردو په حمله کښې کانسټيبل بلال شهيد شوے دے،  دوه پوليس اهلکار عمر علي اؤ کانسټيبل خيال محمد ژوبل شوي هم دي، په کسټم تاڼه ددهشت ګردو په حمله کښې کانسټيبل  محمد اسرار شهيد شوے اؤ کانسټيبل محمد نعمان ژوبل شوے دے، کانسټيبل زبير نامعلومو ترهه ګرو دځان سره بوتللے دے. دهشت ګردو دشپې يوه نيمه بجه حمله کړې ده،  دحملې نه پس ښار کښې سيکورټي هائي الرټ کړے شوې ده، درنه نفري تعينات کړے شوې اؤ علاقه په ګيره کښې اخستل شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي