دوزيراعلى سهيل افريدي روژه کښې اولس ته داسانيو ورکولوهدايت

Feb 18, 2026 - 01:12
 0  4
دوزيراعلى سهيل افريدي روژه کښې اولس ته داسانيو ورکولوهدايت

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى محمد سهيل افريدي په مشرۍ کښې درمضان المبارک دتياريو په اړه يو داعلى سطحې اجلاس په پښتونخوا هاؤس اسلام اباد کښې ترسره شو، په اجلاس کښې درمضان المبارک په دوران عوامي ريليف،  دخوراک څښاک د معياري څيزونو پۀ سرکاري نرخونو  دفراهمۍ لپاره دوضع کړے شوي پلان اؤ مستحقو خاندانونو لپاره درمضان پيکج په حقله تفصيلي بريفنګ ورکړے شوے دے. اجلاس ته پخپله وينا کښې وزيراعلى محمد سهيل افريدي واضحه هدايات ورکړيدي چې په رمضان المبارک دې عوامو ته په هر صورت کښې ريليف فراهم کړے شي، دۀ وئيل چې په رمضان کښې په قيمتونو کښې څه قسمه اضافه ناقابل برداشت ده ، ددې لپاره دې پرائيس کنټرول  په هر حال کښې يقيني کړے شي، دۀ ووئيل چې ذخيره اندوزي اؤ خودساخته نرخ به په هيڅ صورت کښې قبول نۀ کړے شي اؤ په دې لړ کښې به سخته کارروائي  کولے شي، وزيراعلى هدايت وکړو چې دصوبې په هره ضلع کښې دې داحساس رمضان دسترخوان قائم کړے شي اؤ دخېبرپښتونخوا په ټولو انټري پوائنټونو دې  هم دمسافرو لپاره داحساس رمضان دسترخوان بندوبست يقيني کړے شي چې دغه شان صوبې ته داخليدونکو مسافرو ته  دپيشمني اؤ روژه ماتي سهولت په لاس ورشي، وزيراعلى محمد سهيل افريدي  دا هدايت هم وکړو چې  ديتيم خانو، دارالامان اؤ پناه ګاهونو کښې دې  دپيشمني اؤ روژه ماتي لپاره معياري خوراک فراهم کړے شي، دۀ ووئيل چې داحسان رمضان پيکج لاندې  ټولو مستحقو خاندانونو ته دولس زره  اؤ پينځه سوه روپۍ دخاندان پسر ورکولے شي اؤ هدايت ئې وکړو چې درمضان پيکج  تقسيم دې اتمې ورځې پورې په هر صورت کښې مکمل کړے شي، وزيراعلى  يتيمانو، کونډو، مسکينانو اؤ خصوصي کسانو ته په ترجيحي بنيادونو دريليف فراهم کولو هدايت هم کړے دے، وزيراعلى دروژې  دمياشتې په دوران  ټولو سرکاري هسپتالونو کښې ددوايانو اؤ ډاکټرانو هر وخت ددستيابۍ يقيني کولو هدايت کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دروژې په حالت کښې  پکار ده چې کوم مريض دعلاج لپاره دڅه قسمه پريشانۍ سره مخ نۀ شي، دۀ ووئيل چې دروژې  دانتظاماتو به دے پخپله نګراني کوي، وزيراعلى اجلاس ته په وينا کښې دفوډ سيفټي اؤ صفا خوراک فراهمي دحکومت وړومبۍ ترجيح وګرځوله اؤ وې وئيل چې  ددې مقصد لپاره به  اوټ اف دي باکس اقدامات کولے شي. اجلاس ته دبريفنګ په دوران  وئيل شويدي چې دصوبې ټولو ضلعو کښې ١٤٦ پرائيس مانيټرنګ ډيسکس قائم کړے شويدي، پرائيس کنټرول  موثره جوړولو لپاره ١٦١ اضافي پرائيس کنټرول مجسټريټس هم تعينات کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي