دعمران خان پشمول دې په سياسي اسيرانو بې بنياده مقدمې ختمې کړے شي، تحريک انصاف

Jan 12, 2026 - 21:36
 0  7
دعمران خان پشمول دې په سياسي اسيرانو بې بنياده مقدمې ختمې کړے شي، تحريک انصاف

اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف دپارليماني پارټۍ اجلاس  تيره ورځ په پارليمنټ هاړس کښې ترسره شوے دے چې صدارت ئې دپارټۍ چئيرمين بيرسټر ګوهر علي خان کړے دے، په اجلاس کښې دپاکستان تحريک انصاف دقامي اسمبلۍ غړو په ګڼ شمير کښې شرکت کړے دے،  په اجلاس کښې لاندينے قرارداد منظور کړے شوے دے. په اجلاس کښې دپاکستان تحريک انصاف دباني عمران خان پشمول دټولو سياسي اسيرانو په حق کښې  واضحه موقف اختيار کړے شو اؤ غوښتنه وکړے شوه چې  په هغوي دې لګول شوي ټول ددروغو، بې بنياده اؤ په سياسي بنيادونو  قائمې مقدمې په فوري توګه ختمې کړے شي، دا اقدامات نۀ صرف  ددوي دذاتي اؤ سياسي ازادۍ په ضد دي بلکې  دجمهوري عمل اؤ اولسي حقونو سنګينه خلاف ورزي هم ده، په قرارداد کښې دا غوښتنه هم شوې ده چې دعمران خان  دخاندان کسانو سره دې په قانوني توګه  ددۀ تعلقات اؤ ملاقاتونه بحال کړے شي،  دعمران خان  په سياسي ملاقاتونو اؤ رابطو دې ددۀ قانوني حق تسليمولو سره بغير  دخنډ نه دجاري ساتلو اجازت ورکړے شي، دسياسي قائد په حق کښې  دې داسې اقدامات ونۀ کړے شي چې دپارليماني جمهوريت دبنيادي ستنو، اولسي حقونو اؤ  قانوني تقاضو خلاف وي. دا پارليماني پارټي په دې خبره زور راوړي چې  دټولو سياسي اسيرانو سره دې انصاف اؤ قانوني برابري يقيني کړے شي چې دغه شان نۀ صرف  دفرد دحقونو تحفظ  وشي بلکې په ملک کښې جمهوري عمل، شفافيت اؤ  عوامي نمائندګي بحال شي، دا قرارداد دقامي اسمبلۍ دپخواني  سپيکر اسد قيصر  په فيسبوک پاڼه جاري کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي