چين کښې دپاک بحريې دڅلورم هنګور کلاس ابدوز غازي دلانچنګ دستوره

Dec 17, 2025 - 22:50
 0  0
چين کښې دپاک بحريې دڅلورم هنګور کلاس ابدوز غازي دلانچنګ دستوره

 اسلام اباد( وحدت خبر)  دپاک بحريې لپاره څلورم هنګو کلاس ابدوز غازي  لانچنګ دستوره ووهان چين کښې ووچانګ شپ بلډنګ انډسټرۍ ګروپ کمپني لميټيډ  شو اننګليو بيس کښې ترسره شوې ده، دغازي لانچنګ سره پاک بحريې يو سنګ ميل سر کړے دے، چرته چې  په چين کښې زيرتعمير څلور ابدوزونه اوس دسخت سمندري ازميښتونو مرحلې نه تيريږي اؤ زر پاکستان ته دحواله کيدو اخري مرحلو کښې دي. دپاکستان حکومت دچين سره اتوو هنګو کلاس ابدوزونو دحصول په معاهده دستخط کړے ؤ، دمعاهدې لاندې څلور ابدوزونه په چين کښې تعمير کولے شي اؤ څلور پاکستان کښې کراچۍ شپ يارډ اينډ انجنئيرنګ ورکس لميټيډ کښې ټرانسفر اف ټيکنالوجي لاندې تعمير کولے شي، دا ابدوزونه به  جديدو وسلو اؤ په سينسرو سمبالولے شي  چې ترې لرې پورې داهدافو دپه نخښه کولو صلاحيت لري. په لانچنګ دستوره کښې ددواړو ملکونو سينئر چارواکو شرکت کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي