دترهه ګرو پراکسيز چقولو لپاره لپاره به ټول وسائيل پکار راوستل کيږي، کورکمانډران

May 23, 2025 - 09:36
 0  1
دترهه ګرو پراکسيز چقولو لپاره لپاره به ټول وسائيل پکار راوستل کيږي، کورکمانډران
ISPR

دفيلډ مارشل  سيد عاصم منير په مشرۍ  دکورکمانډرانو کانفرنس  دپاکستان دسلامتۍ په هر صورت ديقيني کولو لپاره  دټولو اقداماتو کولو عزم تکرار کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  دانتشار اؤ ويرې فضاء پيدا کولو لپاره  په بهرنۍ سرپرستۍ کښې  کارکوونکي  ملک دشمنه عناصر به دقومي عزم ا مکمل استعداد سره نيست اؤ نابود کولے شي

 دپاک فوځ دعامه اړيکو څانګې ( ائي ايس پي ار) نه دجاري شوي بيان ترمخه ديلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ  دکورکمانډرانو ٢٧٠م کانفرنس ترسره شوے دے.

 په بيان کښې وئيل شويدي چې دکانفرنس په اغاز کښې په اپريشن بنيان مرصوص اؤ دبلوچستان په خضدار ضلع کښې ددهشت  ګردۍ په حملو کښې دشهيد شوو دايصال ثواب لپاره فاتحه خواني وکړے شوه.

 دبيان ترمخه دکانفرنس برخه والو ووئيل  دا ظلم دهند په ملاتړ سره دچليدونکو پراکسيز دلارې شوے دے چې په نتيجه کښې ئې څلور معصوم ماشومان او دوه بې ګناه کسان شهيدان شويدي.

 بيان کښې وئيل شويدي چې  دشهيدانو وينه به بې ځايه نۀ ځي  اؤ فورم دا خبره تکرار کړې ده چې دپاکستان دعوامو تحفظ به د وسله والو پوځونو اولنۍ ترجيح وي.

 فورم جنرل عاصم منير ته دفيلډ مارشل په اعزاز ترلاسه کيدو مبارکي وړاندې کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي