ددشمن هيڅ سازش دوسله والو فوجونو عزم نۀ شي کمزورے کولے، جنرل عاصم منير

May 12, 2025 - 22:46
May 12, 2025 - 23:42
 0  2
ددشمن هيڅ سازش دوسله والو فوجونو عزم نۀ شي کمزورے کولے، جنرل عاصم منير
Photo Source/ISPR

پينډۍ: ارمي چيف جنرل سيد عاصم منير وئيلي دي چې ددشمن هيڅ سازش دوسله والو فوجونو عزم نۀ شي کمزورے کولے.

دائي ايس پي ار ترمخه  جنرل عاصم منير معركه حق/آپرېشن بنيان مرصوص”په مهال وسله والو ځواكونو غېر معمولي او متحد ردعمل او د پاكستان اولس په پوخ ملاتړ د ملک  عسكري تاريخ كښې يو ځانګړے باب رقم كړو

  دائي ايس پي ار ترمخه  جنرل عاصم منير  د ګل په ورځ سي ايم ايچ دورې په موقع   ووئيل چې زمونږ د وګړو او عسكرو جرات او قرباني د پاكستان د سلامتيا بنياد دے٬ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو هر كس سره د بشپړ يووالي سره ولاړ دے۔

 د پاك پوځ سرلښكر”معركه حق/آپرېشن بنيان مرصوص”په مهال د ژوبل شوو عسكرو او بې ګناه وګړو تپوس پوښتنه   کړې ده.

۔د دورې په مهال د پاك پوځ سرلښكر ژوبل شوي هر اهلكار سره  ليدنه کړې ده، د هغوي غېر معمولي بهادري او فرض شناسي ئې  ستائېلې او د پاكستان د وسله والو ځواكونو د هغوي علاج٬بحالۍ او خېرښېګړی لپاره يې پوخ عزم تکرار کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي