غزه نه دنورو دريوو اسرائيلي يرغماليانو مړي برامد

اسرائيلي فوج ته دغزه نه ددريوو اسرائيلي يرغماليانو مړي ترلاسه شويدي چې پکښې يوه زنانه اؤ دوه ځوانان شامل دي، داسرائيلو وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو تصديق کړےدے چې داسرائيلي يرغماليانو باقيات دخالي په ورځ ديوې فوجي کارروايۍ په دوران ترلاسه کړے شويدي. په دغو مړو کښې يو دفوجي اؤ دوه دعامو وګړو دي.
داسرائيلي امنيتي ادارې اؤ اسرائلي دفاعي ځواکونو ترمخه دکيدار، يوناتان سامرانو او فوجي شائے ليونسن مړي ترلاسه شوي دي،
بلخوا اسرائيلي فوج په غزه کښې دامداد په انتظار کښې په ولاړو فلسطينيانو حمله کړې ده چې پکښې ٢٤ فلسطينيان شهيدان شويدي او په لسګونو نور ژوبل شويدي
What's Your Reaction?






