تيراه کښې په مظاهرينو ډزې،٥ مړه،دپېښې وروسته جرګه هم شوې ده
دخېبرپښتونخوا دمواصلاتو اؤ تعميراتو ځانګړي مرستيال سهيل افريدي وينا ده چې دخېبر ضلعې لرې پرتې ضلعې تيراه په مهمند غوز سيمه کښې دترهه ګرۍ ضد عملياتو خلاف په مظاهره کوونکو کسانو ډزې شويدي چې پکښې مرګ ژوبله اوښتې ده، هغه وئيلي چې يوه ورځ وړاندې په يو کور دماتر ګوله فائر شوې وه چې پکښې يوه جينۍ مړه شوې وه، ددې نه پس خلقو دفرنټئير کور دودانۍ مخې ته دپېښې خلاف احتجاج کولو، کله چې هجوم دکمپاؤنډ په دروازه راټول شو نو ورسره نزدې ډزې وشوې.
ځينې رپورټونه وائي چې دا ډزې دټي ټي پي ترهه ګرو دنزدې غرونو نه کړي اؤ ځينو کښې بيا تور پورې کړے شوے چې سيکورټي فورسز ډزې کړيدي.
د يو شمير رپورټونو ترمخه دتيراه علاقې ميدان کښې ترهه ګرو بزدلانه کارروائي کړې ده اؤ دغرونو نه ئې په احتجاج کوونکو اولسي وګړو ډزې کړي دي چې په نتيجه کښې ئې پينځۀ کسان شهيدان شوي اؤ نهه نور ژوبل شويدي.
دذريعو وينا ده چې باغ ميدان کښې مقامي اولسي وګړو دخپلو جائزو مطالبو په حق کښې دبريګيډ هيډکوارټر مخې ته پرامنه احتجاج کولو چې ترهه ګرو دموقعې نه فائده واخسته اؤ په هغوي ئې ډزې شروع کړې
ذريعو وئيلي دي چې دا حمله يو ژور سازش دے چې مقصد ئې دعوامو اؤ سيکورټي فورسز ترمينځ بداعتمادي پيدا کول دي. ديادونې وړ ده چې اوسنيو ورځو کښې عوامي جرګې دسيکورټي فوسز سره څنګ په څنګ دخوارجو خلاف داجتماعي مزاحمت اعلان کړے .
بل اړخ ته وزيراعظم په تيراه کښې د پرامنه مظاهرينو اؤ بې ګناه اولسي وګړو په شهادت دافسوس اظهار کړے دے.
دوزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم دتيراه باغ ميدان کښې دخوارجو په ډزو دبې ګناه اؤ معصومو اولسي وګړو په شهادت افسوس ښکاره کړے دے. وزيراعظم ژوبل شوو کسانو ته دفوري امداد فراهم کولو هدايت کړے دے، هغه دپرامنه اولسي وګړو دخوارجو لخوا دپه نخښه کولو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده، وزيراعظم وئيلي دي چې ددهشت ګردو بدعزائم زمونږ عزم کمزورے کولے نۀ شي، دهشت ګرد اؤ دهشت ګردي به منطقي انجام ته درسولو نه پس په ارام کښينو.
بل لوري ته دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور په تيراه کښې په رامينځته شوې پېښه دافسوس اظهار کړے دے، هغه دمړو شوو اؤ ژوبل شوو لپاره دامداد اعلان کړے دے.
وزيراعلي دتيراه ډزو په پېښۀ کښې دمړو شوو کسانو درشته دارو لپاره ديو تن پسر ديو کروړ اؤ ژوبل شوو لپاره ديو تن پسر د٢٥و لکو روپو اعلان کړے دے.
وزيراعلى دقبائيلي مشرانو اؤ عوامي نمائندګانو جرګه پېښور ته طلب کړې ده ترڅو دمقامي خلقو جذبات اؤ تحفظات واوريدلے شي. وزيراعلي ضلعي انتظاميې اؤ ادارو ته دعوامي رابطې مضبوطولو اؤ نظم وضبط برقراره ساتلو هدايت کړے دے. وزيراعلي وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا حکومت دپائيداره امن، عوامي تحفظ اؤ خپل مينځي احترام دودې لپاره پرعزم دے.
همدغه شان ائي جي خېبرپښتونخوا نارتهـ په ايف سي هسپتال کښې دتيراه ډزو پېښه کښې دژوبل شوو کسانو پوښتنه کړې اؤ دهغوي دصحتيابۍ لپاره ئې دعا کړې ده.
بل لوري ته ددې پېښې نه پس دجمعيت علمائے اسلام(ف) ديو سوشل ميډيا پوسټ ترمخه يوه جرګه شوې ده چې پکښې سول اؤ عسکري چارواکو، مقامي مشرانو اؤ دسيکورټي فورسز کمانډنټ بريګيډئير محمد قاسم شرکت کړے دے.
جرګې دپېښې سخته غندنه کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې پرامنه احتجاج ائيني اؤ جمهوري حق دے. دپوسټ ترمخه کمانډنټ وئيلي چې دپېښې به باقاعده انکوائري کولے شي اؤ دذمه وارانو خلاف په سخته کارروائي کولے شي. تيره ورځ دشوې مارټر حملې دذمه وار تن پيژندګلو شوې اؤ په ضد ئې کارروائي روانه ده.
جرګه کښې فيصله شوې ده چې سيکورټي فورسز به دهر شهيد وارثانو ته پينځلس لکه روپۍ ادا کوي، دزخميانو علاج به ايف سي هسپتال کښې مفت کولے شي اؤ هر زخمي ته به دوه نيم لکه روپۍ ورکولے شي. کۀ چرې کوم زخمي پحق ورسيدو نو ورته به شهداء پيکج ورکولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0