انډونيشيا، درنګ کښې دحادثې په سبب ١٩ تنه مړۀ،١٢ ژوبل

دانډونيشيا جزيرې جاوا کښې په يو غرايز درنګ کښې دکاڼي راپريوتو په سبب نولس کسان مړۀ اؤ ١٢ نور ژوبل شويدي، پېښه کښې اووۀ کسان بې درکه شوي هم دي.
دغه افسوسناکه پېښه دجمعې په سحر دمغربي جاوا ښار چيريون کښې شوې ده، چرته چې ناڅاپي دکاڼي راپريوتو له امله مزدوران اؤ درنه مشينري ددې لاندې ګيره شوې ده.
دميډيا رپورټونو ترمخه مقامي فوجي مشر محمد يسرون ميډيا ته وئيلي نن دوي يو بل مړے هم راويستلے دکوم وروسته چې دمړو مجموعي شمير ١٩و ته رسيدلے، ٧ کسان اوس هم دملبې لاندې ګير دي، مونږ اندېښنه لرو چې هغوي به مړه شوي وي.
دۀ ووئيل دامدادي کارروائيو لپاره ځائے کنستونکي مشينونه اؤ حفاظتي سپي تعينات کړے شويدي، دلټون عمل خطرناک اؤ مشکل دے ځکه چې په متاثره مقام دغر دکاڼو ساخت غيرمستحکم دے.
What's Your Reaction?






