مخالف ګوندونه دې دمخصوصو چوکو اخستو نه انکار وکړي، بيرسټر سيف

Jul 8, 2025 - 12:30
 0  0
مخالف ګوندونه دې دمخصوصو چوکو اخستو نه انکار وکړي، بيرسټر سيف

 دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه ځانګړي مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې  مولانا فضل الرحمان اؤ اپوزيشن ګوندونه دې  اخلاقي جرائت وښائي اؤ دمخصوصو چوکيو اخستو نه دې انکار وکړي.

پخپل يو بيان :ښې بيرسټر سيف وئيلي دي چې  کۀ په اپوزيشن ګوندونو کښې لږ هم اخلاقي جرائت وي نو دمخصوصو چوکيو اخستو نه به انکار وکړي،   قانون اؤ عدالت خو په ٢٦م ائيني ترميم کښې نښتي خو اخلاقي جرائټ د٢٦م ائيني ترميم نه ازاد دے.

 دۀ وئيلي دي چې  مخصوصې چوکۍ صرف اؤ صرف دپي ټي ائي حق دے چې عدالتي فيصلې په نيلامۍ لګولي دي، وړومبے دفارم ٤٧م دلارې دپي ټي ائي مينډيټ غلا کړے شو، اوس مخصوصې چوکۍ هم په نورو ويشل کيږي.

بيرسټر سيف وئيلي دي چې  جعلي  حکومت دپي ټي ائي  دخاتمې لپاره هره حربه استعمال کړې ده خو ناکامه پاتې شوے، دپي ټي ائي تر فشار لاندې دراوستلو په هر کوشش کښې  دا پارټي نوره هم راپورته شوې ده، داميرحيدرخان هوتي دمخصوصو چوکو دنۀ اخستو په حواله بيان غوره دے.

 دۀ وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمان د٢٦م ائيني ترميم په وخت کښې دپي ټي ائي ملګرتيا پريښې وه، فضل الرحمان ته هم داميرحيدرخان هوتي پشان اسلامي کردار اؤ داخلاقي جرائت مظاهره کول پکار دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي