پاکستان اؤ افغانستان ته به دپرامنه مستقبل لپاره په شريکه کار کول وي
دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې پاکستان اؤ افغانستان ته به دپرامنه مستقبل لپاره په شريکه کار کول وي.
دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور سره دافغانستان سفير احمد شکيب ليدنه کړې ده چې پکښې په دوه اړخيزه تعلقاتو، خپل مينځي مرسته اؤ علاقائي استحکام دخيالاتو تبادله شوې ده. دوزيراعلي لخوا په دې ليدنه کښې دزراعت په څانګه کښې هم دکوټلې مرستې باور ورکړے شوے دے،
په ملاقات کښې وزيراعلى په افغانستان کښې دکينسر هسپتال جوړولو کښې دمرستې وړانديز هم کړے دے. افغان سفير سره په خبرو کښې وزيراعلي ووئيل چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ژبه، نسلي، قبائيلي اؤ مذهبي رشتې موجودې دي، دبهرنيو طاقتونو دناوړه عزائمو خلاف به په شريکه کار کول وي.
دۀ ووئيل چې دنسلونو محفوظو، مستحکم اؤ پرامنه مستقبل فراهم کولو لپاره به مشترکه کار کول وي، دخېبرپښتونخوا حکومت دافغان اولس ښيګړه لپاره کردار ادا کولو لپاره تيار دے.
وزيراعلي ووئيل چې خصوصي وفد افغانستان ته ليږل غواړو، دا وفد به داعتماد اؤ هم اهنګۍ په وده کښې دپل کردار ادا کوي. په دې موقعه دافغانستان سفير احمد شکيب دافغان مهاجرينو په خيال ساتلو دخېبرپښتونخوا حکومت شکريه ادا کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0