باجوړ کښې دترهه ګرو حمله،قامي مشر مولانا خانزيب دخپل ملګري سره شهيد

Jul 11, 2025 - 00:16
 0  4
باجوړ کښې دترهه ګرو حمله،قامي مشر مولانا خانزيب دخپل ملګري سره شهيد

 دخېبرپښتونخوا په قبائيلي ضلع باجوړ کښې دترهه ګرو په يوه حمله کښې  دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي رهنما اؤ  دباجوړ قومي مشر مولانا خانزيب دخپل يو ملګري سره شهيد شوے دے، په پېښه کښې درې کسان ژوبل شوي هم دي.  

دسيمې نه دذريعو وينا ده چې  دخار تحصيل نه دڅو قدمه په فاصله  دشنډۍ موړ په مقام نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي چې په نتيجه کښې ئې  دمولانا خانزيب سره تعينات پوليس اهلکار شيرزاده هم پحق رسيدلے دے، دسرچينو وينا ده چې  په ګاډي کښې ناست درې کسان هم ژوبل شوي چې پکښې ډاکټر طارق ، شاه سوار اؤ عثمان شامل دي  کوم چې هسپتال ته رسول شويدي،  

 د باجوړ په څو سيمو کښې د مولانا خانزيب له شهادت  وروسته احتجاجونه شوي دي، مظاهرينو دمولانا خانزيب تابوت پورته کړے اؤ په خار بازار کښې ئې احتجاجي ريلي ويستلې ده. داحتجاج په دوران مظاهرينو دسيکورټي فورسز په دفتر حمله کړې اؤ کاڼي ئې پرې ورولي دي دکوم په جواب کښې چې سيکورټي فورسز په مظاهرينو ګوله باري  کړې ترڅو حالات قابو کړے شي.

دپارټۍ دمشرانو وينا ده چې  مولانا خانزيب په باجوړ کښې په ديارلسمه جولائي دامن مارچ په حواله دمهم په سلسله کښې راوتلے ؤ. دشهيد مولانا خانزيب دجنازې لمونځ به نن په يوولسمه جولائي دجمعې په ورځ سحر  يوولس بجې دهغه په ابائي علاقه ناوګۍ کښې  ادا کولے شي.

 دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په باجوړ کښې   دوسله والو په ډزو دمولانا خانزيب دشهادت غندنه کړې ده.

بل اړخ ته  دعوامي نيشنل پارټۍ  خېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين  په مولانا خانزيب  دقاتلانه حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دا حمله صرف  په عوامي نيشنل پارټۍ نۀ بلکې  په پښتون شعور، امن اؤ مزاحمتي سياست حمله ده،

دۀ  ددريوو ورځو دماتم اعلان هم کړے دے. اخوا داے اين پي  مشر  سينيټر  ايمل ولي خان  وئيلي دي چې  دا پېښه ثابتوي چې دپښتنو په وينه وينه بهيول څومره اسان جوړ کړے شويدي. دۀ تور پورې کړے دے چې رياستي ادارې په دې عمل کښې شريک جرم دي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي