دعسکريت خوښۍ کنټرول کولو لپاره طاقت استعمالول پکار دي، مولانا فضل الرحمان
دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې په خېبرپښتونخوا کښې ترهه ګري ډيره خوره شوې ده، مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې دعسکريت خوښۍ کنټرول کولو لپاره طاقت استعمالول پکار دي، مولانا فضل الرحمان په چنيوټ کښې عربيه ختم نبوت کښې پريس کانفرنس ته په وينا کښې ووئيل چې پاکستان اؤ افغانستان دوه وروڼه اسلامي اؤ ګاونډي ملکونه دي اؤ دوه زره شپږ سوه کلو ميټره يو سرحد زمونږ ترمينځ دے ، ددې سرحد نه پورې راپورې يو قام پښتون اوسيږي. دافغانستان په حقله دۀ ووئيل چې هلته حالات کله هم دسکونه نه ډک نۀ دي پاتې شوي، يو پنځوس کلن اوږد داضطراب اؤ عدم استحکام دور دے، اوس کۀ هلته يو حکومت په وجود کښې راغلے نو ددې ګڼ اړخونه کيدے شي دکوم په وجه چې زمونږ اؤ دهغوي ترمينځ دشکايتونو سلسله شروع شوې ده.
دۀ ووئيل چې دهلته نه ځوانان راځي دکالعدم ټي ټي پي په صورت کښې ياافغان ځوانان په پاکستان کښې کارروايۍ کوي، يقيناً چې دا يو لوئې شکايت دے دپاکستان، اؤ دصرف دپاکستان داسټيبلشمنټ اؤ فوج نۀ بلکې دعوامو شکايت هم دے خو دطاقت دلارې درعب اؤ دبدلې په حواله دې مونږ سوچ وکړو چې مسئله به حل شي ، مونږ ته يو څيز واضحه کول پکار دي کۀ چرته به مونږ پخپله ازادۍ اؤ خپلواکۍ په يو قيمت هم ساز باز ونۀ کړو ، مونږ ته دافغانستان په خپلواکۍ اؤ ازادۍ هم کمپرومائز نۀ دي کول پکار، دۀ ووئيل کومه جذباتي خبره نۀ کوو، دملک سره ولاړ يو اؤ هر قدم بهدملک په ګټه پورته کوو. دخېبرپښتونخوا دصورتحال په اړه دۀ ووئيل چې عام سړے دا وخت دکوره نۀ شي راوتلے،دکلي نه بهر نۀ شي تللے دا ټول صورتحال کنټرول کول، دا يو لوئې چيلنج دے اؤ په خاص توګه خېبرپښتونخوا کښې چې کومه عسکريت پسندي ده، ډيره خوره شوې ده، هلته مونږ ته طاقت استعمالول پکاردي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0