غزه کښې داسرائيلو حملې، نور 78 فلسطينيان شهيدان

Jul 15, 2025 - 12:48
 0  1
غزه کښې داسرائيلو حملې، نور 78 فلسطينيان شهيدان

 اسرائيلي فوج په محصوره غزه پټۍ  دبمبارۍ سلسله جاري ساتلې او نور ٧٨ فلسطينيان ئې شهيدان کړيدي چې پکښې  ګڼ دامدادي سامان په لټون کښې راوتلي وګړي هم شامل دي.

دالجزيره درپورټ ترمخه دجنګ بندۍ  مذاکرات دځنډ ښکار دي او په غزه کښې  دخشاک او خوراک سخت قلت پيدا شوے دے.

 دجنوبي غزه علاقې رفح کښې  دامداد تقسيمولو ديو مرکز سره نزدې داسرائيلو په حمله کښې لږ ترلږه پينځه کسان شهيدان شويدي، چې دغلته دراشنو اخستو لپاره موجود وو.

دفلسطين دسرکاري خبري ادارې وفا ترمخه په دغسې امدادي مرکزنو شوې بمبارۍ کښې تراوسه ٨٣٨  فلسطينيان شهيدان شويدي.

بل اړخ ته په خان يونس کښې په عارضي يو کيمپ داسرائيلو فضائي حمله کښې  اته کسان شهيدان شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شويدي، اخوا دمينځنۍ غزه البريج کيمپ کښې په يو کمرشل سنټر  حمله کښې څلور کسان پحق رسيدلي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي