دوزيراعلى دپېښور په کوهاټي ګيټ کښې دسپريم کمانډ پوسټ دوره،اهلکارو لپاره دلسو، لسو زرو روپو اعزازيې اعلان

Jul 5, 2025 - 23:48
 0  5
دوزيراعلى دپېښور په کوهاټي ګيټ کښې دسپريم کمانډ پوسټ دوره،اهلکارو لپاره دلسو، لسو زرو روپو اعزازيې اعلان

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور  دخالي په ورځ په کوهاټي ګيټ کښې دقائم سپريم کمانډ پوسټ دوره کړې ده اؤ دلسم محرم لپاره ئې دسيکورټي انتظاماتو تفصيلي جائزه اخستې ده، دمتعلقه چارواکو لخوا دمحرم الحرام  دسيکورټي نه علاوه، دمجلسونو اؤ جلوسونو  دمقاماتو دصفايۍ، بجلۍ بغير دتعطل نه فراهمۍ پشمول  دنورو امورو په اړه بريفنګ ورکولو په دوران وئيل شويدي چې  سپريم کمانډ پوسټ مرکزي کنټرول روم دے چې  ديکم محرم  نه څليريشت ګينټې کار کوي، سپريم کمانډ پوسټ قيام مقصد دمحرم الحرام دسيکورټي لپاره دمتعلقه ادارو ترمينځ موثره کوارډي نيشن، مانيټرنګ اؤ په وخت رسپانس يقيني کول دي. همدغه شان وئيل شويدي چې سپريم کمانډ پوسټ کښې پوليس، ريسکيو، پاک فوج، انټلي جنس ادارو پشمول  دنورو متعلقه محکمو اؤ ادارو عمله په ډيوټۍ تعينات ده.  دسپريم کمانډ پوسټ نه علاوه  صوبائي دارالحکومت پېښور کښې پينځه سب کمانډ پوسټونه هم جوړ کړے شويدي، چارواکو وئيلي دي چې صوبائي دارالحکومت پېښور کښې دمحرم الحرام ټول ١١٦ جلوسونه اؤ ٣١٦ مجلسونه ترسره کيږي، دجلوسنو اؤ مجلسونو مقاماتو باندې فول پروف سيکورټي انتظامات شويدي، دمحرم ټولو جلسونو سي سي ټي وي کيمرو اؤ ډرون کيمرو دلارې لائيو مانيټرنګ روان دے.دجلوسونو اؤ مجلسونو په مقاماتو دصفايۍ اؤ بجلۍ بغير دتعطل نه فراهمي يقيني کړے شوې ده. همدغه شان دجلوس سره خواؤشا علاقو کښې خصوصي ټريفک پلانونه ترتيب کړے شويدي، دمحرم الحرام په ورځو کښې دفعه ١٤٤ نافذ کړے شوې اؤ په ډبل سورلۍ بنديز لګول شوے دے، دټولې صوبې په هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړے شوې اؤ دعملې رخصتۍ منسوخ کړے شويدي. وزيراعلى دسپريم کمانډ پوسټ پشمول  نورو کنټرول روپمونو کښې دمحرم الحرام ډيوټۍ  ترسره کوونکو ټولو ادارو داهلکارو لپاره دلسو، لسو زرو روپو داعزازيو اعلان وکړو، په دې موقعه ميډيا سره په خبرو کښې دۀ ووئيل چې  دمحرم الحرام جلوسونو اؤ مجلسونو لپاره  دسيکورټي فول پروف انتظامات شويدي، په ټوله صوبه کښې دمحرم الحرام لس زره مجلسونه اؤ زر جلوسونه به ترسره کيږي. په ددې جلوسونو اؤ مجلسونو  سيکورټي لپاره شپږ ديرش زره سيکورټي اهلکار تعينات کړے شويدي، دکوم هنګامي صورتحال مهارولو لپاره هسپتالونو، ريسکيو اؤ ټي ايم ايز کښې ايمرجنسي نافذ کړے شوې ده. وزيراعلى ووئيل اميد دے چې دمحرم ټول جلوسونه اؤ مجلسونه به په پرامنه انداز کښې پاې ته ورسيږي.

وزيراعلى دوره

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي