هند پۀ سپر سونک کروز ميزائيلونو سمبال بيړه دپاکستان په لوري راوليږله

May 9, 2025 - 23:49
May 9, 2025 - 23:50
 0  3
هند پۀ سپر سونک کروز ميزائيلونو سمبال  بيړه دپاکستان په لوري راوليږله

 برطانوي اخبار ټيلي ګراف دعوه کړې ده چې هند دغږ درفتاره نه دتيز سپر سونک کروز ميزائيلونو باندې  سمبال بيړه دپاکستان لوري ته ليږلې ده.

داخبار ترمخه  ددوه ايټمي  ملکونو ترمينځ دتاوتريخوالي په دوران هند  خپله مغربي بحري بيړه شمالي بحريه عرب  ته نزدې کړې ده.

 بهارتي بيړه دپاکستان دساحل نه د٣٠٠ نه ٤٠٠ ميله په فاصله ده،  دبهارتي اقداماتو نه داسې ښکاري چې په کراچۍ دحملې تياري روانه ده.

په بهارتي بيړه کښې ډسټرائر، فريګيټس او اينټي سب ميرين بحري جهازونه شامل دي، په دې کې ځينې  جهازونه په جزوي توګه روسي ساخته براهموس ميزائيلونه هم شامل دي، دبراهموس ميزائيل  د٥٠٠ ميله پورې ٣٠٠ کلو ميټره وارهيډ وړلو صلاحيت لري.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي