جنوبي وزيرستان کښې نښته، دوه زنانه مړې
دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان کښې دايف سي اؤ وسله والو کسانو ترمينځ نښته شوې ده چې پکښې دوه زنانه وژل شوي اؤ ددوه زنانه ؤ پشمول څلور کسان ژوبل شوي دي.
دډپټي کمشر ناصر خان وينا ده چې دا پېښه په منډيکول سيمه کښې شوې ده، ډپټي کمشنر وئيلي دي چې په ډزو ژوبل شوي کسان ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال وانا ته منتقل کړے شويدي.
دۀ وئيلي دي چې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان دتحصيل برمل نه وانا ته روان وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0