ډهاکه، دمحمد يونس د٢٠٢٦م په اپريل کښې دانتخاباتو اعلان

Jun 6, 2025 - 21:43
 0  0
ډهاکه، دمحمد يونس د٢٠٢٦م په اپريل کښې دانتخاباتو اعلان

 دبنګله ديش دعبوري حکومت مشر محمد يونس په اپريل ٢٠٢٦م کښې دانتخاباتو کولو اعلان کړے دے.

 دغيرملکي خبري ادارې ترمخه  دبنګله ديش دعبوري حکومت مشر محمد يونس قوم ته په وينا کښې دا اعلان کړے دے.

 دۀ وئيلي دي چې  په بنګله ديش کښې به انتخابات په اپريل ٢٠٢٦م کښې په وړومبو دوه هفتو کښې  په يوه ورځ ترسره کيږي.

بنګله ديش کښې تير کال  دملکي کچې عوامي احتجاجي تحريک پيدا شوے ؤ چې قيادت ئې زده کوونکو کړے ؤ، دپخوانۍ وزيراعظمې حسينه واجد حکومت دمظاهرينو خلاف دطاقت استعمال کړے ؤ خو دغه احتجاج نور شدت هم اختيار کړے ؤ اؤ  تول ملک ته خور شوے ؤ. دلکونو په شمير کښې خلق سړکونو ته راوتلي وو چې ورسره رياستي مشينري مفلوج شوې وه، باالاخره  دفوج دباؤ اؤ عوامي طاقت مخې ته  شيخ حسينه واجد په ٥م اګست ٢٠٢٤م کښې استعفا ورکړې وه اؤ بهارت ته تښتيدلې وه.

دزده کوونکو په غوښتنه  نوبيل انعام يافته مشهور معيشت دان، انټرپرينيور، بينکار ٨٤ کلن محمد يونس دعبوري حکومت مشر ټاکل شوے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي