خېبرپښتونخوا کښې ترهه ګرو نه دامريکې اؤ نيټو وسله برامد
پېښور( وحدت خبر) پاک فوج اؤ قانون نافذونکو ادارو پۀ خېبرپښتونخوا کښې کښې کارروايۍ کړي اؤ د ترهه ګرو نه ئې پۀ افغانستان کښې استتعمال شوې دامريکې اؤ نيټو وسله برامد کړې ده، دسيکورټي ذريعو وينا ده چې دا کارروايۍ دخېبرپښتونخوا په مختلفو ضلعو کښې شوې ده، ذريعو وئيلي دي چې دفورسز کارروائيو کښې برامد شوې وسله کښې ايم فور، ايم ١٦ اؤ نوره جديده وسله شامل ده، دذريعو وينا ده چې سټيل هيډګولۍ دبلټ پروف جيکټ نه هم تيريدے شي،ګاګلز اؤ نور الات هم دترهه ګرو نه برامد شوي دي پاکستان څو کرته په نړيوالې ورورولۍ غږ کړے دے چې په افغانستان کښې موجوده دنيټو اؤ امريکائي فوج لخوا پريښودل شوې جديده وسله ترهه ګرو ډلو ته په لاس ورغلې اؤ بايد ددې دمخنيوي لپاره افغان عبوري حکومت ګامونه واخلي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0