ايران کښې د181 ماشومانو پشمول د1000ؤ نه زيات کسان شهيدان شول

Mar 4, 2026 - 10:10
 0  2
ايران کښې د181 ماشومانو پشمول د1000ؤ نه زيات کسان شهيدان شول

 په امريکا کښې قائم هيومن رائټس ايکټوسټس نيوز ايجنسۍ دعوه کړې ده چې داتۀ ويشتمې فرورۍ نه تراوسه په ايران کښې د ١٠٩٧ اولسي  وګړو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.  دايجنسۍ ترمخه په دې کښې ١٨١ ماشومان داسې دي چې عمرونه ئې دلسو کلونو نه کم وو. دايجنسۍ ترمخه دامريکې اؤ اسرائيلو په حملو کښې تراوسه 5402  عام وګړي ژوبل شوي دي چې پکښې 100 ماشومان هم شامل دي. دانساني حقونو دادارې دعوى ده چې صرف په تير يو شواروز کښې کم  از کم ١٠٤ حملې شويدي، په دې حملو کښې فوجي اډې، طبي مرکزونه اؤ داستوګنې علاقې په نخښه کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي