داسرائيلي پوځ حملو کښې نور څلور فلسطينيان شهيدان
د اسرائيلي پوځ لخوا په غزه کې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ روانې دي. په تازه بریدونو کې د ۱۱ کلنې نجلۍ په ګډون ۴ فلسطینیان شهید شوي دي۔
د عربي مېډیا له مخې، په شمالي او جنوبي غزه کې د اسرائيلو په بریدونو کې ۴ فلسطینیان شهید او ۳ نور ژوبل شوي دي، چې پکې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ هم شامله ده۔
د تېر کال د اکتوبر له ۱۰مې وروسته د معاهدې نه پس، اسرائيل تر اوسه ۱۱۰۰ ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزي کړې ده، چې پکې له ۴۰۰ څخه زیات فلسطینیان شهید شوي دي۔
بل خوا ته، اسرائيل د حماس نه د وروستي یرغمل کس پاتې شوني غوښتي دي۔
اسرائيلي چارواکي وايي چې تر څو د وروستي یرغمل پاتې شوي باقيات ورنه کړل شي، نو نه به د غزه د جنګ بندۍ بل پړاو ته ولاړ شي او نه به د رفح لاره خلاصه کړي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0