حکومت ضم شوو ضلعو کښې دزراعت دبحالۍ لويه منصوبه شروع کړې،دزراعت ډائريکټر جنرل

Dec 25, 2025 - 22:41
 0  12
حکومت ضم شوو ضلعو کښې دزراعت دبحالۍ لويه منصوبه شروع کړې،دزراعت ډائريکټر جنرل

باړه( ذاکر افريدے)  دضلع خېبر  کرونده ګرو لپاره دزيتون دکښت په اړه يو ورځنے تربيتي ورکشاپ ترسره شوے چې ورته  دخصوصي ميلمه ډائريکټر جنرل ايګريګلچر خېبرپښتونخوا پخپله وينا  کښې وئيلي چې صوبائي حکومت په ضم شوو ضلعو کښې دزراعت بحالۍ اؤ ترقۍ لپاره دوه اربه روپو نه زيات لګښت  سره يوه لويه منصوبه شروع کړې ده

په دې موقعه ډائريکټر زراعت خېبر ضياء اسلام داوړ، ايګري کلچر افسر عبدالقادر ګيلاني، ريسرچ افسر عبدالرحمان، عرفان بنګش، نويد افريدي،  دپاکستان تحريک انصاف ټماډو ارګګنائزيشن خېبر صدر فضل ربي افريدي اؤ دضلعي انتظاميې نمائندګان، کرونده ګر اؤ نور مشران هم موجود وو.

ډائريکټر جنرل مرادعلي خان پخپله وينا کښې ووئيل چې صوبائي حکومت په ضم شوو ضلعو کښې دزراعت بحالۍ اؤ ترقۍ لپاره دوه اربه روپو نه زيات لګښت  سره يوه لويه منصوبه شروع کړې ده  چې په دې تيرو څلورو کلونو راهسې دباجوړ نه  جنوبي ويرستان پورې کار روان دے.

 دۀ ووئيل تراوسه په دې ضلعو کښې دڅلورو لکو نه زيات دزيتونو د بوټو ګرافټنګ مکمل شوے دے اؤ دزيتونو  درې زره باغاونه جوړ کړے شويدي اؤ په نورو باغونو هم کار روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي