پاکستان سره به مو ملګرتيا تر قيامته قائمه وي، طيب اردوان

Dec 21, 2025 - 20:55
 0  5
پاکستان سره به مو ملګرتيا تر قيامته قائمه وي، طيب اردوان

استنبول( وحدت خبر) دترکيې استنبول نيول شپ يارډ کښې دپاکستان نيوي جهاز پي اين ايس خيبر کمشنګ دستوره ترسره شوې ده چې پکښې دترکيې صدر رجب طيب اردوان دخصوصي ميلمه په توګه شرکت کړے دے، دائي ايس پي ار ترمخه په دستوره کښې چيف اف دي نيول  اسټاف ايډمرل نويد اشرف هم شريک شوے دے، صدر طيب اردوان  دستورې ته په وينا کښې دپاکستان اؤ ترکيې تعلقات مثالي  ګرځولي دي.  ترک صدر پخپله وينا کښې په دفاعي څانګه کښې خپل مينځي مرستې ته دلا ودې ورکولو په ضرورت زور راوړے دے. دائي ايس پي ار ترمخه  نيول چيف داستنبول نيول شپ يارډ اؤ نورو متعلقه ادارو دپيشه وارانه خدماتو ستائينه کړې ده، نيول چيف دپاکستان او ترکيېترمينځ په مضبوط دفاعي تعاون داطمينان څرګندونه کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي