نوښار کښې دچت راپريوتو پېښه کښې پينځه کسان مړۀ
نوښار( وحدت خبر) نوښار کښې دچت راپريوتو پېښه کښې پينځه کسان مړۀ شويدي، دريسکيو١١٢٢ ترمخه پېښه دپبو په ډاګ جديد سيمه کښې شوې ده،اتۀ کسان دملبې لاندې ګير شوي دي، دريسکيو ذريعو وينا ده چې پينځه کسانو په موقعه ساه ورکړې اؤ درې ژوبل شوي کسان هسپتال ته رسول شويدي،ريسکيو١١٢٢ ترمخه دپېښې په اطلاع ترلاسه کولو سيمې ته ميډيکل اؤ ډيزاسټر ټيمونه ليږل شويدي اؤ امدادي کارروائيو کښې ئې برخه اخستې ده. ژوبل شوي کسان دپبو هسپتال ته وړل شويدي.مړو شوو کښې شپږ ديرش کلن رضوان، نهه کلنه وليده، شپږ کلن ايان، پينځه کلنه حفصه اؤ څلور کلنه دعا شامل دي. همدغه شان ژوبل شوو کښې دوه ويشت کلنه زنانه،اوولس کلنه زنانه اؤ دوه کلن رايان شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0