داسرائيلو په غزه حملې،٢٠ فلسطينيان شهيدان
داسرائيلي فوج لخوا په شديدو حملو کښې تيره ورځ کم از کم ٢٠ فلسطينيان شهيدان شويدي، فلسطينيان دشمالي غزه ښار اؤ خواؤشا علاقو نه مسلسل کډې کوي ځکه چې اسرائيلي فوج په ښار دقبضې کولو اؤ لسو لکو کسانو بې دخله کولو منصوبې لاندې حملې تيزوي. دالجزيره ترمخه تيره ورځ داسرائيلو په حملو کښې ٧٧ فلسطينيان شهيدان شوي وو چې پکښې يوولس کسان دخوراک منتظر وو، اسرائيلو په غزه مسلط کړے شوي جنګ کښې کم از کم درې شپيته زره ٣٧١ فلسطينيان شهيدان کړي اؤ يو لک ٥٩ زره ٨٣٥ ئې ژوبل کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0