دسوات سيند کښې ١٦ کسان لاهو شول،د٧و مړي برامد

Jun 27, 2025 - 17:22
 0  2
دسوات سيند کښې ١٦ کسان لاهو شول،د٧و مړي برامد

په برنيو سيمو کښې  دسختو بارانونو نه پس دسوات په سيند کښې  دسيلاب  په سبب ١٦ کسان ډوب شويدي چې پکښې ٧ پحق رسيدلي اؤ دشپږو لټون روان دے.

 د خېبرپښتوتونخوا د ريسکيو١١٢٢ دډايريکټر جنرل  شاه فهد ترمخه د سوات په سيند کښې دګڼو کسانو دلاهو کيدو خبر ترلاسه شوے دے چې له دې وروسته سرچ اپريشن شروع کړے شوے دے، تراوسه د٧و کسانو مړي راويستل شويدي

شاه فهد وئيلي دريسکيو١١٢٢ لخوا ١٢٠ کسان په سرچ اپريشن کښې برخه اخلي، داوبو دتيزې چپې باوجود هم امدادي هلې ځلې روانې دي.

 دمقامي خلقو وينا ده چې تيره ورح شپاړسوډوبو شوو کسانو کښې درې ژوندي بچ کړے شويدي، داوو مړي راويستل شويدي اؤ دشپږو نورو لټون روان دے.

دسرچينو وينا ده چې په سوات کښې په سيلاب کښې ډوبو شوو اؤ لاهو شوو کښې دلسو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره دے،  دمتاثره خاندان تعلق دډسکه سيالکوټ سره دے چې پکښې ايشال، انفال، ميره، ائمه، ايان، نمره اؤ شرمين شامل دي

دسيالکوټ متاثره خاندان کښې عجوه، عبدالله اؤ روبينه اؤ  دکراچۍ معيز الله هم ډوبو شوو کښې شامل دے.

فلډ سيل قائم

 دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په هدايت فلډ سيل هم جوړ کړے شوے دے.

سيلاب الرټ

 دسوات په سيند کښې دخوازه خيله په مقام دسيلاب په نظر کښې نيولو سره په چارسده کښې هم دسيلاب الرټ جاري کؤے شوے دے.

 وزيراعظم اؤ صدرمملکت  دسوات سيند په پېښه دافسوس اظهار کړے دے.

وزيراعلي دمړو شوو کسانو دمغفرت اؤ ددوي دکورنيو لپاره دصبر دعا کړې ده، هغه پېښه کښې دبې درکه شوو کسانو زر لټون مکملولو هدايت کړے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي