داسرائيلو حملو، دحزب الله دپخواني مشر محافظ شهيد

Jun 22, 2025 - 07:19
 0  0
داسرائيلو حملو، دحزب الله  دپخواني مشر محافظ شهيد

 دحزب الله  دشهيد مشر حسن نصرالله خصوصي محافظ ابو علي الخليل په اسرائيلي حمله کښې شهيد شوے دے، دعرب ميډيا ترمخه اسرائيلو ابو علي الخليل دعراق نه تهران ته دتللو په دوران په نخښه کړے دے، هغه دحسن نصرالله نزدې محافظ اؤ  خصوصي محافظ ګڼل کيدو.

ابوعلي الخليل په اخري ځل  په ٢٣مه فرورۍ دحسن نصرالله په جنازه کښې ښکاره شوے ؤ، حزب الله دابوعلي الخليل  په ايران کښې دشهادت تصديق کړے دے.

 اسرائيلو په ايران کښې دميزائيلونو ذخيره کولو ځايونو او لانچنګ سائټس باندې نوې فضائي حملې  کړيدي، داسرائيلو لخوا په اصفهان کښې په نيوکلئير سائټ شوې حمله کښې  جوهري سائنسدان ډاکټر سيد ايثار طباطبائي قمشه دخپلې ميرمنې سره شهيد شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي