د پارليمان شريكه غونډه كښې د كورني تشدد بل 2025 منظور شو

Jan 23, 2026 - 22:15
Jan 23, 2026 - 22:16
 0  1
د پارليمان شريكه غونډه كښې د كورني تشدد بل 2025 منظور شو

 اسلام اباد( وحدت خبر) د پارليمان شريكه غونډه كښې د كورني تشدد بل 2025 منظور شو کړے شوے دے.  قانون کښې ميرمنې، ماشومانو يا په کور کښې پاتې کيدونکو نورو کسانو ته کنځل،په جذباتي يا نفسياتي توګه پريشانه کول به جرم وي دجرم پۀ مرتکب کسانو به  دريوو کلونو پورې سزا، يو لک روپو پورې جرمانه لګيدلے شي، دکورني تشدد ايکټ ٢٠٢٦م کښې به  دميرمنې اؤ ماشومانو نه علاوه په کور کښې معذورو کسانو يا  مشرانو تعاقب کول هم جرم وي، دميرمنې دمرضۍ نه بغير په کور کښې  دنورو کسانو سره ساتل، دخاندان  دکسانو پرائيويسي يا عزت نفس مجروحه کول به هم جرم وي. دايکټ ترمخه  دميرمنې په کور کښې  پاتې کيدونکو نورو کسانو ته دجسماني تکليف رسولو دهمکي، په کور کښې په يو ځائے پاتې کيدونکي کوم فريق باندې الزام لګول،  دميرمنې ماشومانو يا په کور کښې  دپاتې کيدونکي بل فريق خيال نۀ ساتل به هم قابل سزا جرم وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي