خېبرپښتونخوا، دباران په دوران حادثې، شپږ مړۀ
په خېبرپښتونخوا کښې داوسنيو بارانونو پهدوران په مختلفو حادثو کښې دزنانه اؤ دوه ماشومانو پشمول شپږ کسان مړۀ اؤ پينځه ژوبل شويدي.
په خېبرپښتونخوا کښې پي ډي ايم اے دباران، اسماني تندر اؤ ديوالونو راپريوتو له امله دنقصانونو رپورټ جاري کړے دے.
درپورټ ترمخه دباران اؤ زول په وجه په مجموعيتوګه اوو کورونو ته نقصان رسيدلے دے چې پکښې پينځه کورونه په جزوي اؤ دوه په مکمله توګه ړنګ شويدي.
حادثې په مانسهره، بونير، کوز دير، بره دير، ملاکنډ، کوهستان کولائي پالس کښې شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0