زمونږ ائيرډيفنس سيسټم دهند زياتره ميزائيلونه ناکامه کړي او اثاثې مو محفوظې دي،پاک پوځ

May 10, 2025 - 10:33
May 10, 2025 - 10:34
 0  5
زمونږ ائيرډيفنس سيسټم دهند زياتره ميزائيلونه ناکامه کړي او اثاثې مو محفوظې دي،پاک پوځ

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري دشپې ناوخته په يو پريس کانفرنس کښې وئيلي دي چې  زمونږ ائيرډيفنس سيسټم دهند له لوري  دپي اے ايف پۀ  ددريوو ائيربيسونو زياتره ميزائيلي حملې ناکامه کړي دي

 پوځي ترجمان وئيلي دي چې دابتدائي معلوماتو ترمخه  کوم ميزائيلونه چې  دډيفنس سيسټم نه بچ وتلو کښې کامياب شوي، هغې هم کوم نقصان نۀ دے کړے اؤ دپاکستان فضائيې اثاثې محفوظې دي.

 دۀ ووئيل چې  دپاکستان پوځونه پوره مستعد او بيدار  دي او دهند جارحيت او بزدلانه حملې ناکامه کولے شي.

 دۀ ووئيل  دخپل اولس  دحفاظت لپاره به هر حده پورې ځو، دهند دا حربې دپاکستان دغيور او بهادر اولس  حوصلې نۀ شي کمزوري کولے.

دۀ ووئيل چې هند ته وئيل غواړم چې  ستاسو فرسټريشن به مونږ زر نور هم کمپاونډ کړو.

 دۀ ووئيل  چې پخپلې مکارۍ سره  هند ټوله سيمه دجنګ اړخ ته ورديکه کوي.

 ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې هند په افغانستان دحملې نه پس پخپله خاوره هم حمله کړې، پاکستان ائيرفورس سره اليکټرونک سګنيچرز موجود دي چې دا دکوم ځائے نه فائير شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي