دغيرت په نوم قتل:بانو تر ٢٥و ورځو داحسان سره تښتيدلې وه، دمقتولې مور

Jul 23, 2025 - 17:32
 0  0
دغيرت په نوم قتل:بانو تر ٢٥و ورځو داحسان سره تښتيدلې وه، دمقتولې مور

په بلوچستان کښې دوژل شوې زنانه بانو  دمور اهم بيان مخې ته راغلے دے. پخپل يو مبېنه ويډيو بيان کښې  دمقتولې  بانو مور  وينا ده چې زما نوم ګل جان دے اؤ زۀ دبانو مور يم، زۀ دروغ نۀ وايم، حقيقت دا دے چې بانو دپينځوو بچو مور وه، هغه ماشومه نۀ وه. دهغې مشر زوې نور احمد دے چې عمر ئې اتلس کاله دے، بل زوې ئې واسط دے چې عمر ئې شپاړس کاله دے، دهغوي نه پس ئې لور فاطمه ده چې عمر ئې دولس کاله دے، بيا ئې بله لور صادقه ده چې عمر ئې نهه کاله دے اؤ ترټولو کشر زوې ئې ذاکر دے چې عمر ئې شپږ کاله دے.

 دبانو مور وئيلي دا کومه بې غيرتي نۀ وه بلکې دبلوچ رسم ورواج ترمخه دغه زنانه قتل کړے شوې ده، بانو تر پينځه ويشتو ورځو داحسان سره تښتيدلې وه اؤ دهغه سره اوسيده، پينځه ويشت ورځې پسې واپس راغلې وه، بيا دبانو خاوند دخپلو بچو په خاطر هغه معاف کړې وه اؤ دځان سره په اوسولو ئې راضي شوے ؤ خو احسان الله به روزانه زما زامنو ته دهمکۍ ورکولې، هر ورځ به ئې په ټک ټاک ويډيوګانې جوړولې اؤ زما زامن به ئې په غصه کول. زما لور بانو ته دبلوچ رسم ورواج له مخې سزا ورکړے شوې ده، دبلوچ ټولنې دجرګې دلارې بانو ته سزا ورکړے شوې ده، زمونږ خلقو  کومه ناجائزه فيصله نۀ ده کړې، مونږ دجينۍ دقتل فيصله دسردار شيرباز ساتکزئي سره نۀ ده کړې بلکې دبلوچانو په جرګه کښې مو کړې ده.

 دې وئيلي دي چې اپيل کوي چې سردار شيرباز ساتکزئي اؤ نور  ګرفتار کسان دې خوشې کړے شي.

 دلوئې اختر نه وړاندې دبلوچستان دارالحکومت کوئتې سره خواؤشا کښې يوه زنانه اؤ يو سړے په مبېنه توګه دغيرت په نوم په داسې حال کښې وژل شوي وو چې په ګڼ شمير کښې خلق ترې راټول وو، ددوي دقتل ويډيو په سوشل ميډيا زياته وائرل شوې وه، وروسته دبلوچستان وزيراعلى ددې پېښې نوټس اخستے ؤ اؤ  وئيلي ئې وو چې دزنانه اؤ سړي دوړاندې نه ودونه شوي وو اؤ دهغوي بچي هم وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي