غزه کښې په مرسته ترلاسه کوونکو داسرائيلي پوځ ډزې،١٠ مړۀ،٣٠ ژوبل

Jun 10, 2025 - 20:53
 0  0
غزه کښې په مرسته ترلاسه کوونکو داسرائيلي پوځ ډزې،١٠ مړۀ،٣٠ ژوبل

 په غزه کښې انساني بحران دهرې ورځې په تيريدو سره شدت اختياروي ، دګل په ورځ  دغزه په ښار کښې دامداد ترلاسه کولو په کوشش کوونکو مظلومو فلسطينيانو داسرائيلي فوج په ډزو کښې لږ ترلږه ١٠ فلسطينيان شهيدان شوي او د٣٠و نه زيات نور ژوبل شويدي

 دميډيا رپورټ ترمخه  دغزه سول ډيفنس فورس ترمخه دا پېښه هاغه وخت وشوه کله چې په سلګونو اولسيوګړي دخوراک او امداد لپاره  دويش ددوو مختلفو مرکزونو په لوري روان وو.

 اسرائيلي فوج دعوه کړېده چې دوي دوي دمشکوکو کسانو په ليدو سره دخبرداري ډزې کړي خو عيني شاهدانو وئيلي پوځ نيغ په نيغه په اولسي وګړو ډزې کړيدي

 دا پېښه په داسې وخت کښې شوې چې اسرائيلي وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو منلې چې  اسرائيل، په غزه کښې دحماس مخالفه مقامي ډلو ته مرسته او وسله ورکوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي