پېښور،دوزيراعلى دروان مالي کال لپاره داحساس پروګراموو لپاره داتوو اربو روپو جاري کولو اعلان

Jul 22, 2025 - 22:40
 0  4
پېښور،دوزيراعلى دروان مالي کال لپاره داحساس پروګراموو لپاره داتوو اربو روپو جاري کولو اعلان

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور په مشرۍ داحساس فليګ شپ منصوبو په اړه دنهې په ورځ اهم اجلاس په وزيراعلى هاؤس پېښور کښې ترسره شوے دے چې پکښې داحساس انيشيټو لاندې  دمختلفو فلاحي پروګرامونو دپرمختګ جائزه اخستل شوې ده

 په دې پروګرامونو کښې  احساس ځوانان، احساس هنر، احساس روزګار اؤ احساس خپل کور  شامل دي. دصوبائي کابينې د غړو سيد قاسم علي شاه، سيد فخر جهان، مزمل اسلم او ډاکتر امجدعلي نه علاوه دمتعلقه محکمو انتظامي سيکرټريز اؤ نورو شراکت دارو ادارو نمائندګانو هم په غونډه کښې ګډون کړے دے.

 وزيراعلى دروان مالي کال لپاره داحساس پروګراموو لپاره داتوو اربو روپو جاري کولو اعلان کړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې  دهر پروګرام لاندې به  سږکال بغير دسود نه دقرضو فراهمۍ باندې دوه اربه روپۍ خرچ کولے شي،

 وزيراعلى علي امين ګنډاپور  دضم شوو ضلعو عوامو لاپره ديو اهم  اقدام په توګه   په څلورو پروګرامونو کښې دضم شوو ضلعو لپاره  دبيل اؤ مخصوص فنډز ايښودو فيصله کړې ده، وزيراعلى هدايت کړے دے چې  ددې پروګرامونو لاندې  دې  دقرضو حصول سلسله کښې دضم شوو ضلعو لپاره طريقه کار اؤ لوازمات هم اسان کړے شي

دۀ ووئيل چې دضم شوو ضلعو عوام دخصوصي توجو مستحق دي، کوشش دې وکړے شي چې سږکال دضم شوو ضلعو نه  زيات نه زيات خلق دې سکيمونو نه مستفيد شي، وزيراعلى داحساس پروګرامونو لاندې دقرضو دتقسيم عمل تيزولو هدايت کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  ددرخواست ګزارانو   دانتخاب  معيار دې  نور هم اسان کړے شي

 اجلاس ته داحساس پروګرامونو لاندې تراوسه  دشوي پرمختګ په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړے شوے اؤ وئيل شويدي چې داحساس ځوانانو پروګرام کمپونيټ ون لاندې بينک اف خېبر دلارې عمل  درامد روان دے. تراوسه  ددې کمپونينټ لاندې ١٣٩ درخواست ګزارو  باندې ٤٠٨ ملينه روپۍ قرضې  تقسيم کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي