دوزيراعلى دعمران خان درهايۍ لپاره دفورس جوړولو اعلان

Feb 18, 2026 - 13:49
 0  1
دوزيراعلى  دعمران خان درهايۍ لپاره دفورس جوړولو اعلان

 اسلام اباد( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  دپي ټي ائي دباني چئيرمين عمران خان  درهايۍ لپاره دفورس جوړولو اعلان کړے دے. دسپريم کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو کښې سهيل افريدي ووئيل چې  ماته دباني له لوري داسټريټ موومنټ ذمه واري  سپارل شوې ده، عدالتي احکامات دردۍ په ټوکرۍ کښې غورزولے شي،ذاتي ډاکټرانو ته لاسرسے نۀ ورکول کيږي. دۀ ووئيل چې دپي ټي ائي دباني درهايۍ دفورس اعلان کووم،  ددې فورس رجسټريشن به کوو، دباني درهايۍ فورس به پرامنه جدوجهد کوي، داختر نه پس به په ٢٢مه فرورۍ په پېښور کښې مونږ دفورس دغړو نه حلف اخلو، ددې فورس به چين اف کمانډ وي، عمران چې چاته ذمه واري ورکوي، مونږ به هغه ته ددې فورس کمانډ ورکوو.. دۀ ووئيل چې وړومبے به تياري کوو بيا به جنګ کوو، دا جنګ به  دجمهوريت اؤ ائين دسرلوړۍ اؤ ازادې ميډيا لپاره وي. ديوې پوښتنې په جواب کښې سهيل افريدي ووئيل چې  په پي ټي ائي کښې چې څوک زما داخوا کولو خواهش لري هغوي دې پوهه شي چې عزت اؤ ذلت الله ورکوي، زما دلرې کولو په اړه چا پيغام ورکړے دا دپي ټي ائي دباني دخويندو نه پوښتنه وکړئ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي