پاکستان اؤ افغانستان ترهه ګري دسيمې دامن لاپره سنګينه خطره وګرځوله
خارجه دفتر وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دايډيشنل سيکرټري په کچه وړومبي مذاکرات په اسلام اباد کښې ترسره شويدي.
دخارجه دفتر دترجمان شفقت علي خان ترمخه دا دپاکستان اؤ افغانستان دخارجه وزارت ترمينځل دايډيشنل سيکرټري په کچه وړومبي مذاکرات وو، دا مذاکرات په ١٩م اپريل دپاکستان دنائب وزيراعظم اسحاق ډار دکابل ددورې په دوران دشوو فيصلو لاندې ترسره شويدي.
دخارجه دفتر ترجمان ترمخه دپاکستاني وفد قيادت ايډيشنل سيکرټري( دافغانستان اؤ مغربي ايشيا لپاره) سيد علي اسد ګيلاني کړے دے اؤ دافغان وفد قيادت دافغان خارجه وزارت دفرسټ پوليټيکل ډويژن ډائريکټر جنرل مفتي نور احمد نور کړے دے.
دخارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې په مذاکراتو کښې دخپل مينځي دلچسپۍ په امورو غور شوے دے، په دې امورو کښې تجارت اؤ دټرانزټ مرسته، سيکورټي اؤ علاقائي روابط شامل وو.
دخارجه وزارت ترمخه دواړو فريقينو دهشت ګردي دسيمې دامن اؤ سلامتۍ لپاره سنګينه خطره ګرځولې ده، دپاکستان وفد دافغانستان په خاوره دفعاله دهشت ګردو ډلو خلاف دموثره کارروايۍ په ضرورت زور راوړے دے.
دخارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې دا دهشت ګردې ډلې دپاکستان سيکورټي ته نقصان رسوي اؤ دعلاقائي ترقۍ په لاره کښې خنډ دے. دۀ ووئيل چې فريقينو دتجارت اؤ ټرانزټ مرستې په ژورولو دخيالاتو تبادله کړې ده. دترجمان ترمخه دنائب وزيراعظم دکابل ددورې په دوران په اعلان کړے شوو سهولتونو دعمل درامد جائزه واخستل شوه
دترجمان ترمخه دې سهولتونو کښې دلس فيصده پراسيسنګ فيس خاتمه، دانشورنس ګارنټۍ فراهمي اؤ سکيننګ اؤ معائنه کښې کمے شامل دي، ددې نه علاوه اعلان کړے شوو سهولتونو کښې ټريک اينډ ټريس نظام فعالول هم شامل دي.
دخارجه دفتر ترجمان ترمخه دواړو ملکونو په دې خبره زور راوړے دے چې علاقائي رابطو کښې اضافه دپائيداره ترقۍ اؤ مشترکه خوشحالۍ لپاره اهمه ده. دخارجه دفتر ترمخه فريقينو دازبکستانو افغانستان، پاکستان ريلوے تزويراتي اهميت تسليم کړے اؤ دفريم ورک معاهدې ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره ئې په مشترکه کوششونو اتفاق کړے دے.
په مذاکراتو کښې دافغان وګړو دواپسۍ په اړه په امورو هم خبرې شويدي اؤ پاکستان دافغانستان نه په قانوني طريقې سره دتګ راتګ اسان جوړولو لاپره په ګڼو اقداماتو رڼا اچولې ده.
په دې اقداماتو کښې جنورۍ ٢٠٢٤م نه تراوسه مختلف کيټيګيريز( طبي، سياحت، کاروبار، تعليم) کښې پينځه لکه نه زياتو ويزو اجراء شامل ده.
دخارجه دفتر وينا ده چې دواړو ملکونو په قانوني توګه په سرحد دتګ راتګ نور بهتر جوړولو لپاره په شريکه په کار کولو اتفاق کړے دے.
ترجمان وئيلي دي چې فريقينو دخپل مينحي چيلنجونو مقابلې لپاره دمسلسل رابطو اؤ مرستې حمايت تکرار کړے دے اؤ اوږدمهاله سلامتي ئې دعلاقائي ترقۍ او دوه اړخيزه تعلقاتو دمضبوطۍ لپاره بنيادي ستن ګرځولې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0