رياست مونږ ته فرعونيت ښائي، وزيراعلى
دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور رياست ته چيلنج ورکړے اؤ وئيلي ئې دي چې کۀ چرې په ائيني طريقې سره زما حکومت رانسکورولے شي نو رانسکور ئې کړئ، کۀ چرې کامياب شوئ نو زۀ به سياست پريږدم
دپاکستان تحريک انصاف دپارليماين پارټۍ اجلاس نه پس دچئيرمين پي ټي ائي بيرسټر ګوهر، سلمان اکرم راجا اؤ نورو مشرانو سره مشترکه پريس کانفرنس ته په وينا کښې علي امين ګنډاپور دهمکي اميزه لهجه اختيار کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې رياست دمور پشان وي خو رياست مونږ ته فرعونيت ښائي، ځکه زۀ اوس دې اؤ ټولو ادارو ته چيلنج ورکووم
علي امين ووئيل چې تاسو سازش وکړو، ناکام شو، غيرائيني طريقې مو اختيار کړې، په هغې کښې هم کامياب نۀ شوئ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0