دسويلينز ملټري ټرائيل نه شي کيدے، ددوه ججانو اختلافي نوټ

May 31, 2025 - 16:32
 0  0
دسويلينز ملټري ټرائيل نه شي کيدے، ددوه ججانو اختلافي نوټ
Photo Source,Supreme court of Pakistan

  دسپريم کورټ ائيني بينچ ججانو جسټس جمال خان مندوخيل اؤ جسټس نعيم اختر افغان  په فوجي عدالتونو کښې  دسويلينز دملټري ټرائيل سم ګرځولو  په اړه  تفصيلي اختلافي نوټ جاري کړے دے

   واضحه دې وي چې  په اوومه مئ  دسپريم کورټ اووۀ کسيز ائيني بينچ  ددوه پينځه په اکثريت سره په فوجي عدالتونو کښې دسويلينز  لټري ټرائيل سم ګرځولے ؤ. اؤ دحکومت انټرا کورټ اپيلونو منظورولو سره ئې  ارمي ايکټ په اصل شکل کښې بحال کړے ؤ.

 جسټس  جمال خان مندوخيل اؤ جسټس نعيم اختر افغان  په شپږ ديرشو پاڼو مشتمل فيصله جاري کړې چې پکښې وئيل شويدي چې  مونږ داکثريتي ججانو فيصلې سره اتفاق نۀ کوو

 ججانو په اختلافي فيصله کښې ليکلي دي چې پاکستان ارمي ايکټ يو خصوصي قانون دے چې  دوسله والو فوجونو په غړو نۀ لاګو کيږي

 دا قانون دفوجي جرائمو لپاره سزا تجويز کوي ترڅو دفوج تنظيم قائم پاتې شي، همدغه شان وئيل شوي دي چې په پاکستان کښې دنورو عمومي جرمونو لپاره عمومي قانون موجود دے   چې په ټولو کسانو لاګو کيږي، دعمومي جرمونو ټرائيل په عامو عدالتونو کښې کيږي  چې ورته سول جرمونه وئيل کيږي، داختلافي فيصلېترمخه  کۀ چرې دکوم فوجي نه عام جرم سرزد شي نو د عامو عدالتونو اؤ فوجي عدالتونه دواړو دائره اختيار جوړيږي  خو دا فيصله عام عدالت ته کول دي چې ايا دا کيس فوجي عدالت ته ليږل دي که نه.

 جسټس جمال خان مندوخيل اؤ جسټس نعيم اختر افغان ليکلي ديچې  مونږ بيخي شک نۀ لرو چې ارمي ايکټ صرف اؤ صرف  دوسله والو فوجونو په غړو لاګو کيږي، دعدليې اختيار کومې ايګزيکټيو ادارې ته نۀ شي ورکړل کيدے.

په اختلافي فيصله کښې ليکل شويدي چې په نهمه مئ مقدمو کښې  سويلينز ته اورول شوې سزاګانې اؤ ددوي ټرائيل کالعدم ګرځول کيږي، دا غلط تاثر قائم کړے شوے دے چې که چرې فوجداري عدالتونه دهشت ګردي نۀ شي ختمولے نو فوجي عدالتونه  ئې حل دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي