د کوهاټ صنعت او تجارت خونې غړيو وفاقي وزير په ناسم چلند تورن کړی

May 18, 2025 - 22:21
 0  7
د کوهاټ صنعت او تجارت خونې غړيو وفاقي وزير په ناسم چلند تورن کړی

کوهاټ ( نعمت الله خان )

د کوهاټ د صنعت او تجارت خونې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د سرحداتو او رياستي چارو وزیر امير مقام  د کوهاټ ولسوالۍ په يوه ورځني سفر مهال یې د دوی ستونزې نه دي اورېدلې او نوموړي يې په ناسمه چلند تورن کړی.

په دغه اعلاميه کې د صنعت او تجارت خونې رييس رشيد پراچه ويلي، د سېفران وزير يې د دوی تجارتي او صنعتي چارو کې ورپېښې ستونزې نه دي اورېدلي او د خونې غړيو ته يې هېڅ ډول درناوی نه دی ورکړی.

د نوموړي په خبره ، چې وزيران د ولس استازي وي بايد د ولس خبرو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او ستونزې يې حل کړي.

ده له پاکستان لومړي وزير شهباز شریف څخه غوښتې چې د مرکزي وزير امير مقام د  داسې ډول رويې په اړه وپوښتل شي چې په راتلونکي کې ‌بياځلي د صنعت او تجارت خونې غړيو سره باید نا مناسبه رويه و نه کړای شي او د دوی ستونزې د واورېدل شي.

ځکه کې د صنعت او تجارت خونې د هېواد په اقتصاد کې لوی کردار لري او تاجران هېڅ ډول سياسي فعاليتونو او ګوندونو سره تړاو نه لري.

بلخوا د وفاقي وزير امير مقام لخوا رسنيو ته يې په اړه سپيناوی نه دی شوی چې نوموړي  د صنعت او تجارت خونې کوهاټ غړيو سره نا سم برخورد کړی او د دوی ستونزې يې نه دي اورېدلې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي