خانيوال کښې ټريفکي پېښه، ٦ مړۀ
دخانيوال سره نزدې پرويز والا کښې دتيزرفتارۍ په وجه بس دحادثې ښکار شوے دے، پېښه کښې شپږ کسان مړۀ اؤ شپاړس ژوبل شويدي، دريسکيو١١٢٢ ترمخه رحيم يار خان نه فيصل اباد ته روانو دوه بسونو ريس لګولے ؤ، يو بس وړاندې تللے اؤ بل دتيزرفتارۍ په وجه اوړيدلے دے. دريسکيو١١٢٢ ټيم ژوبل شوي کسان هسپتال جاهنيان اؤ خانيوال ته منتقل کړيدي، پوليس موقعې ته رسيدلي اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے، دبس ډرائيور دموقعې نه تښتيدلے دےو دمړو شوو کسانو تعلق منډي يزمان بهاولپور سره دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0