بهارت سره اوس هم دجنګ خطره ده،خواجه اصف
اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دبهارت خلاف زمونږ دفتحې تصديق امريکا کوي،خواجه اصف وئيلي دي چې بهارت سره اوس هم دجنګ خطره ده، نجي ټي وي سره په خبرو کښې ددفاع وزير ووئيل چې امريکائي صدر په مداخلت کولو سره جنګونه ودرولي، دبهارت سره دجنګ خطره لا ختمه شوې نۀ ده. ددفاع وزير ووئيل چې دبهارت سره ديو بل جنګ خطره وه، دمئ جنګ نه پس ئې فوري امکان ؤ. خواجه اصف ووئيل چې پراکسي وار کله هم نۀ دے ختم شوے، دلسيزو راهسې روان دے. پراکسي وار دماډرن وار فيئر يوه اله ده. دۀ ووئيل پراکسي وار کښې اوس شدت راغلے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0