دانتونيو ګوتيريش دفلسطين دستونزې په دوه رياستي حل زور

Jul 29, 2025 - 10:53
 0  0
دانتونيو ګوتيريش دفلسطين دستونزې په دوه رياستي حل زور

 دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس  داسرائيلو اؤ فلسطين ترمينځ روانه شخړه خطرناک حد ته رسيدونکے بحران ګرځولے اؤ دنړيوالې ورورولۍ نه ئې دفوري اؤ موثره اقداماتو غوښتنه کړې ده.

 هغه په ملګرو ملتونو کښې ددوه رياستي حل او فلسطين دپرامنه حل په اړه دلوړې کچې نړيوال کانفرنس ته وينا کوله

انتونيو ګوتيريس وئيلي په مينځني ختيز کښې دامن په نوم  د لسيزو راهسې صرف دعمل درامد پځائے  دعمل بهانه جوړه کړے شوې ده. دهغه په وينا دبيانونو، تقريروونو اؤ قراردادونو په هاغو خلقو هيڅ اثر نۀ کيږي چې دکلونو راهسې  دتباهۍ، قبضې اؤ جبر سره مخ دي.

 دۀ په دې خبره زور راوړے چې ددې شخړې واحد منصفانه اؤ اوږدمهاله حل همدا دے چې اسرائيل اؤ فلسطين دې د خپلواکه، جمهوري رياستونو په شکل کښې د١٩٦٧ دسرحدونو له مخې جوړ کړے شي، چرته چې يروشلم بايد ددواړو لپاره دارالحکومت وي اؤ دا هر څه دې  دبين المللي قوانينو او ملګرو ملتونو دقراردادونو لاندې ممکن وي.

هغه په هاغو عناصرو هم تنقيد کړے چې ددې حل مخالفت کوي  اؤ وې وئيل چې متبادل څه دي؟ داسې رياست چرته چې فلسطينيان دهغوي دبرابر حقونو نه محروم وساتلے شي؟  چرته چې هغوي  مسلسل دقبضې اؤعدم مساوات لاندې ژوند تير کړي؟ چرته چې هغوي دهغوي دخاورې نه بې دخله کؤے شي؟ دا امن نۀ دے، دا انصاف نۀ دے اؤ دا په هيڅ صورت دمنلو وړ نۀ دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي