ملک دنور سياسي درجه حرارت متحمل کيدے نۀ شي، بيرسټر ګوهر

Dec 8, 2025 - 21:38
 0  1
ملک دنور سياسي درجه حرارت متحمل کيدے نۀ شي، بيرسټر ګوهر

  اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين بيرسټر ګوهر علي خان و پوښتنه کړې ده چې    داليکشن کميشن لخوا دسټريفيکيټ جاري شوے نۀ دے نو په پي تي ائي پابندي څنګه لګول شوې؟  پارليمنټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې  دۀ ووئيل چې   دپي ټي ائي باني سره دخويندو په ملاقات کوم سياست نۀ دے پکارے، پۀ سياسي ګوندونو بنديز سره به کار نۀ چليږي، کۀ دوه کاله پس هم مونږ  په نهمه مئ ولاړ يو نو دا دملک لپاره دبدقسمتۍ خبره ده ځکه چې ٢٥ کروړه عوام دايوان لوري ته ګوري اؤ دوي دبهترۍ اميد هم لري، ددۀ وينا وه چې  پي ټي ائي بلوچستان لوکل ګورنمنټ انتخاباتو لپاره خپل کوم اميدوار  ميدان ته نۀ دے راويستلے، مونږ په اليکشنز کښې دسني اتحاد کونسل دپليټ فارم نه برخه اخستې ده. دۀ ووئيل چې  دادارو اؤ سياسي جماعتونو ترمينځ دتاؤتريخوالي راکميدو کوشش جاري پاتې کيدل پکار دي، سياسي اؤ جمهوري قوتونه چې خبرې وکړي نو حالات بهتر کيږي، دۀ ووئيل چې يورپ  عالمي جنګونه کړي، خو نن په يورپ کښې يوه کرنسي اؤ پاسپورټ دے خو ځينې خلق نۀ غواړي چې دپاکستان حالات بهتر شي، فارم ٤٧ والا هم نۀ غواړي چې حالات دبهترۍ اړخ ته لاړ شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي