هند دافغان وګړو لپاره ايمرجنسي ويزا ختمه اؤ نوے ويزا سيسټم متعارف کړو

May 31, 2025 - 22:21
 0  0
هند دافغان وګړو لپاره ايمرجنسي ويزا ختمه اؤ نوے ويزا سيسټم متعارف کړو
Image Source/Indian media

 دپاکستان اؤ افغانستان  دسيوا کيدونکو تعلقاتو اؤ ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره مشترکه کاوشونو  سره ويريدلي  هند په افغانستان داثرورسوخ سيوا کولو دحربې په توګه دافغان وګړو لپاره  دافغان وګړو لپاره ايمرجنسي ويزا ختمه اؤ نوے ويزا سيسټم متعارف کولو اعلان کړے دے.

 دافغان  ټي وي طلوع نيوز رپورټ ترمخه  دهند خارجه وزارت اعلان کړے دے چې  دافغان وګړو لپاره  ايمرجنسي ويزا سيسټم منسوخ کړے شوے اؤ ددې پځائے نوے ويزا سيسټم قائم کړے شوے دے.

 دماهرينو وينا ده  دهند دا  اقدام په افغانستان کښې  دسياسي بدلونونو نه پس دافغان وګړو دسفر بهترې طريقې سره دمنظم کولو دکوششونو برخه ده.

 دهند دخارجه وزارت ترجمان رندهير جيسوال تصديق کړے دے چې  نوے ويزا سيسټم نافذالعمل شوے دے اؤ دا  په مخصوصو قسمونو کښې دويزې خدمات  ورکوي چې پکښې طبي علاج، کاروبار، تعليم اړ دمتحده قامونو سفارتي وېزې شامل دي.

 داهند دخارجه وزارت ترجمان وئيلي دافغان وګړو لپاره نوے ويزا ماډل نافذ کړے شوے دے، دا دتيرې مياشتې اپريل نه نافذ شوے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي