نوښار کښې ډمپر اؤ موټرسائيکل وجنګيدل، دوه ځوانې جينکۍ پحق ورسيدې
نوښار( وحدت خبريال) نوښار کښې ټريفکي پېښه شوې ده چې له امله ئې دوه جينکۍ پحق رسيدلي اؤ دهغوي ترۀ ژوبل شوے دے دتيزرفتارۍ په وجه ډمپر ټرک موټرسائيکل سره جنګيدلے دے، دريسکيو١١٢٢ ترمخه حادثه کښې يوويشت کلنه رقيه اؤ ٢٠ کلنه ارم پحق رسيدلي دي، موټرسائيکل چلوونکے دهغوي ترۀ عبدالله سخت ژوبل شوے دے، دعبدالله ترمخه هغه کور ته راغلې ميلمنې وريرې واپس اکوړه خټک ته خپل کور ته بوتللې چې ددې پېښې سره مخ شو، ژوبل شوے تن اؤ ددواړو جينکو مړي هسپتال ته رسول شويدي، دپوسټ مارټم نه پس مړي وارثانو ته سپارل شويدي. داکوړه خټک تاڼه کښې دپېښې مقدمه درج کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0