اسرائيلو کښې دنيتن ياهو خلاف مظاهره

Jul 13, 2025 - 15:49
 0  0
اسرائيلو کښې  دنيتن ياهو خلاف  مظاهره

په اسرائيلو  کښې دغزه جنګ بندۍ اؤ يرغماليانو واپسۍ  په غوښتنه  دزرګونو په شمير کښې  اولسي وګړو په تل ابيب کښې  دفوجي هيډکوارټرز مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده،

 مظاهرينو  دوزيراعظم نيتن ياهو  په پاليسيو سخت تنقيد کړےاؤ دفوري جنګ بندۍ معاهدې کولو غوښتنه ئې کړې ده. 

دميډيا رپورټ ترمخه  مظاهرينو ووئيل  دسياسي مفاداتو په خاطر  دجاري جنګ انجام صرف تباهي اؤ انساني الميه ده.

داسرائيلي ميډيا ترمخه  نيتن ياهو دممکنه جنګ بندۍ  په معاهده دخبرو لپاره  دخپل حکومت  اتحادي مشران ايتمار بن ګوير او بيزليل سموټريچ طلب کړيدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي